د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په یوه خبري کنفرانس کې له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کولو لپاره د ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي، چې هیڅوک له دې تړانګې څخه فلسطینیان نشي ویستلی.

اردوغان زیاته کړې: «هیڅوک دا قدرت نلري، چې د غزې ولس د هغوی له دایمي ټاټوبي څخه وباسي؛ ځکه چې هغوی هلته زرګونه کاله کیږي چې پراته دي.» اردوغان ټینګار کړی چې غزه، لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس فلسطینیانو پورې اړه لري.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د ټرمپ یادې څرګندونې رد کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version