د اېرلنډ، اسپانیا، ناروې او سلوانیه څخه وروسته د ارمنستان دولت ویلي، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.

خبرپاڼه کې د فلسطین په برخه کې د نړۍوالو اصولو پر مراعتولو او دغه راز فلسطینیانو ته د هغوی د مشروع حق پر ورکړې ټینګار شوی دی.

اسرائیلو د ارمنستان تر دغه اعلان وروسته سخته غوسه ښودلې او د بهرنیو چارو وزارت یې اعلان کړی، چې د اسرائیلو پلازمېنه “تل ابیب” کې یې د ارمنستان سفیر احضار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version