روسیې له افغانانو سره د مرستو په موخه د ۲۱ ټنه بشري مرستو د رالېږلو خبر ورکړی.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو مرستو کې له خوراکي توکي سربېره د اړتیا وړ نور غیر خوراکي توکي هم شامل دي.

بل لور ته افغان حکومت په اوسنیو شرایطو کې د روسیې مرستې اغېزناکې ګڼي او وایي، چې دغه مرستې به په شفاف ډول ووېشل شي.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: “موږ د روسیې له مرستو مننه کوو او دا یوه انساني او بشري همکاري بولو. پرته له شکه به هغو کسانو ته رسیږي چې اړ دي او بې وزلي دي”.

د ټاس خبري سرچینې ویلي چې په تیرو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او دا به له افغانانو سره د مرستې رسولو د زیاتوالي او دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکو اړیکو بیا رغاونې ته هم زمینه برابره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version