د پاکستان پوځ منلې ده، چې پرون د خیبر پښتونخوا په کورمې سیمه کې د پوځ پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پینځه عسکر وژل شوي او درې نور مرگوني ټپیان شوي دي.

د پوخ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پېښه د کورمې په سده سیمه کې شوې ده او د پېښې ټپیان د سدې روغتون ته وړل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د یاد برید مسوولیت منل شوی دی.

په وژل شوو پوځیانو کې عقیل‌احمد، محمد طفیر، انوش رفون، محمد اعظم او هارون یاد شوي؛ خو د ټپیانو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستاني طالبانو له لوري د خیبرپښتونخوا سربېره په پنجاب کې هم وخت ناوخت پاکستاني عسکر تر بریدونو لاندې نیول کېږي، چې له امله یې گڼو پوځیانو خپل ژوند بایللی دی.

نږدې هره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د پوځ او پولیسو په مرکزونو بریدونه کېږي، چې د ډېرو مسوولیت د پاکستان طالبان مني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version