د اروپایي ټولنې شورا اعلان کړی چې، پر ايران د روسيې او اوکراين جګړه کې د روسیې د پوځي ملاتړ له امله نور بندیزونه لګوي.
د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې پر ايران د اروپايي ټولنې په يادو بنديزونو کې له اروپايي اتحاديې څخه ایران ته د هغو پرزو پر صادراتو بندیز شامل دی، چې د توغندیو او بېپيلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.
همدارنګه د اروپايي ټولنې په نویو بندیزونو کې د ایران د بېړۍ چلونې کرښې (IRISL) او د هغې د مدیر محمدرضا خیاباني په ګډون یو تن او څلور ادارې چې روسیې ته د وسلو او بې پيلوټه الوتکو په وړلو تورن دي هم شاملې دي.
اروپایي ټولنې د ايران له لوري د روسیې پوځي ملاتړ د اروپا د امنيت لپاره مستقيم ګواښ بللی، او تر دې وړاندې یې هم پر ایران د بنديزونو لګولو ګواښ کړی وو.