د راپورونو له مخې، اروپایې اتحادیې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه هېواد پر مهمو اقتصادي سکتورونو وضعه شوي بندیزونه ځنډولي دي.
اروپایي هېوادونو همدارنګه ویلي، چې د بندیزونو لرې کولو موخه د سوریې د ولسونو سره په تعامل کې مرسته کول دي.
یادې اتحادیې همداراز ویلي، که چیرې د سوریې د نوي حکومت چارواکي د اقلیتونو حقونو ته د درناوي او ډیموکراسۍ په لور اقداماتو لپاره پخپلو ژمنو کې پاتې راشي، دا بندیزونه به له سره ولګول شي.
د سوریې د بهرنیور چارو وزیر اسعد الشیباني د اروپایي اتحادیې د دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د خپل هېواد د ولسونو کړاو د پای ته رسیدو په لور یو ګام بللی.
د یادونې وړ ده، چې په سوریه کې له ۱۳ کلونو څخه د زیاتې مودې کورنۍ جګړې له امله څه باندې ۵۰۰ زره وګړي ووژل شول او د دې هېواد بنسټونه ویجاړ او میلیونونه سوریایان بې وزله او د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شول.