د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادامباغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۴م نندارتون په څنډه کې، د اروپایي ټولنې له اقتصادي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د کرنیزو چارو له مسؤل سره کتلي.
ښاغلي عثماني په دې لیدنه کې د اروپایي ټولنې د مرستیال له ګډون څخه مننه کړې او د نندارتون د جوړېدو بهیر او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په سکتورونو کې یې پر روانو فعالیتونو خبرې کړې دي.
لیدنه کې د اروپایي ټولنې اقتصادي مرستیال د خپلې ټولنې پر مرستو او پروګرامونو غږېدلی او د افغانستان د کرنې له سکتور سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
نوموړي د دې نندارتون جوړېدل د کرنې وزارت مهم نوښت او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره یې اغېزمن فرصت بللی دی.
