اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه یو میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

یادې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د خېمو، لباسونو او روغتیايي توکو په ګډون به ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکي هم زلزله ‌ځپلو ته ورکړل شي.

اروپایي ټولنې ویلي، چې دغه راز د کوپرنیک سپوږمکۍ خدمت یې هم فعال کړی څو د بېړنیو نقشو له لارې د مرستو د لېږد بهیر اسانه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version