کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې د دغه هېواد د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TİKA) له لوري د کنړ زلزله‌ځپلو لپاره د خوراکي توکو یوه جوپه مرسته برابره کړې ده.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل شامل دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا مرستې نن ماښام د کنړ زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي، چې ژر ترې اړمنې کورنۍ برخمنې شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې کابل کې د ایران سفارت هم د خپل هېواد بېړنۍ مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version