د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلې، چې له افغان زلزله ځپلو سره د نوي ډیلي د اعلان شویو مرستو جوپه کابل ته ورسېده.
نوموړي زیاته کړې، چې پهدې مرستو کې کمپلې، خېمې، د حفظ الصحې کڅوړې، د اوبو زخیرې، جنرېټرونه، د پخلنځي لوښي، وړې د اوبو د تصفیې دستګاوې، د خوب کڅوړې، درمل، ویلچرونه، د عفوني ضد محلولونه، د اوبو د پاکولو ګولۍ، د «ORS» محلولونه او نور طبي توکي شامل دي، چې ټولټال وزن یې ۲۱ ټنه کېږي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د وضعیت څارنې ته دوام ورکړي او په راتلونکو ورځو کې به نورې بشري مرستې هم وکړي.