Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»اروپا سره د اړیکو نوی فصل؛ د مخالفینو ویر او تبلیغاتي ناکامي
    سیاسي لیکني

    اروپا سره د اړیکو نوی فصل؛ د مخالفینو ویر او تبلیغاتي ناکامي

    عمران آغاعمران آغا7 جولای 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بروکسل ته د افغان حکومت د تخنیکي پلاوي وروستی سفر او د کډوالۍ او قونسلي خدماتو په اړه د اروپایي هېوادونو له استازو سره مستقیم بحثونه، د افغانستان د فعالې ډیپلوماسۍ او رغنده اړیکو لپاره یو نوی پړاو دی. دې ناستې په ډاګه کړه چې نړیوال سیاست په تدریجي ډول پر احساساتو او تبلیغاتو د اتکاء پر ځای، د واقعیت‌ پالنې لور ته روان دی. دا چې د اروپا په زړه کې د افغانستان د حکومت استازي په رسمي توګه د بحث مېز ته دعوت کېږي، نو دا پیغام ورکوي چې د افغانستان شته واقعیت او واکمني نور د انکار وړ نه ده او د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره له دغه حکومت سره خبرې اترې یوازینۍ منطقي لاره ده.

    خو د دغه ډیپلوماټیک پرمختګ په لیدو، هغو مخالفو کړیو چې په تېرو څو کلونو کې یې خپله بقا یوازې د افغانستان په انزوا او د ولس په بدبختۍ کې لیدله، سخته وارخطایي او ذهني ناارامي خپره کړې ده. د دوی لخوا په اروپا کې د سرک پر غاړه لاریونونه او غوغا، د کوم انساني یا ملي درد له امله نه دي، بلکې د هغې سختې وېرې زېږنده دي چې ګواکې د افغانستان او اروپا په نږدې کېدو سره به د دوی د پناه غوښتنې بهانې، د پروژو تمویل او په بهر کې د اوسېدو لوکس ځایونه له لاسه ووځي. دوی چې کلونه کلونه یې په دروغجنو تبلیغاتو پانګونه کړې وه، اوس د خپل سیاسي هویت د ورک کېدو په ماتم ناست دي.

    دغو تش په نامه منتقدینو د ډېر وخت لپاره هڅه وکړه چې نړیوالو ته د افغانستان یو داسې انځور وړاندې کړي چې ګواکې له نوي حکومت سره تعامل ښې پایلې نه لري؛ خو بروکسل ته د افغان پلاوي سفر د مخالفینو د دروغجنو تبلیغاتو تلسیم مات کړ. کله چې کوربه هېوادونه د تبلیغاتو او احساساتي شعارونو پر ځای، د منطق او حل لارو وړاندیزونه مني، نو په خپله د مخالفو څېرو د پروپاګند بازار بې ‌اثره او د اړیکو د خرابولو هڅې په اوبو لاهو کېږي.

    د نننۍ نړۍ ټول هېوادونه یو بل ته اړتیا لري، هېڅوک نه شي کولای د یو څو ماتې خوړلیو او شړل شویو کسانو په خوله د افغانستان په څېر یو ستراتیژیک هېواد په انزوا کې وساتي. د دغه نړیوال کلي اصول غوښتنه کوي چې د تقابل او زړو ناکامو تجربو پر ځای، د تفاهم او ګډ کار لار غوره شي.

    په ټوله اروپا کې مېشت په سلګونو زره بې‌ چاره افغانان د خپلو لومړنیو او انساني حقونو لکه پاسپورټونو او نورو اسنادو د تمدید او تائیدۍ په برخه کې له سختو کړاوونو سره مخ دي. د دغو هېوادوالو حقوقي ستونزې قونسلي خدماتو ته جدي اړتیا لري، چې دا د هغوی یو بنسټیز حق دی او نه باید د څو کسانو د شومو سیاسي ګټو قرباني شي. د دغو مخالفینو تر ټولو لویه جفا همدا ده چې د خپلو امتیازاتو لپاره د زرګونو افغان کډوالو پر ستونزو سترګې پټوي؛ خو د بروکسل ناستې ثابته کړه چې د دغو ستونزو حل یوازې له رسمي او حقیقي اړخونو سره په مستقیمه مفاهمه کې دی.

    د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم په ډیپلوماټیکو برخو کې پرمختګونه دا حقیقت روښانه کوي چې د بندیزونو او منفي تبلیغاتو تګلارې نور ځای نه لري او راتلونکی د رغنده اړیکو، متقابل احترام او د خلکو د ستونزو د درک په اساس دی. نور نو د افغان حکومت او خاورې د دښمنانو افواهات، تبلیغات او هڅې بې اثره، ناکامې او شرمنده دي او نړیواله ټولنه یې له پامه غورځوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهروسي پانګه‌وال افغانستان کې د برېښنا تولید فابریکو د بیا رغونې او جوړولو لېوالتیا لري
    راتلونکي مقاله د فرانسې ولسمشر په رسمي سفر سوریې ته تللی

    مربوطه لیکنې

    افغانستان سره د اروپا تعامل؛ د مخالفینو دریځونه او راتلونکی

    5 جولای 2026

    بهر مېشتي او د ملي اجماع پلمه

    1 جولای 2026

    د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟

    30 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 7 جولای 2026

    د فرانسې ولسمشر په رسمي سفر سوریې ته تللی

    د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دې هېواد ولسمشر امانوئل مکرون دمشق ته…

    اروپا سره د اړیکو نوی فصل؛ د مخالفینو ویر او تبلیغاتي ناکامي

    7 جولای 2026

    روسي پانګه‌وال افغانستان کې د برېښنا تولید فابریکو د بیا رغونې او جوړولو لېوالتیا لري

    6 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د فرانسې ولسمشر په رسمي سفر سوریې ته تللی

    7 جولای 2026

    اروپا سره د اړیکو نوی فصل؛ د مخالفینو ویر او تبلیغاتي ناکامي

    7 جولای 2026

    روسي پانګه‌وال افغانستان کې د برېښنا تولید فابریکو د بیا رغونې او جوړولو لېوالتیا لري

    6 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.