بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان قلات ولسوالۍ په «زرد» سیمه کې، د پاکستان پوځي رژیم د ملاتړو اربکیانو پر یوې ډلې برید کړی.
ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې په دې برید کې د شاکر سعد اللہ او شاکر خیر اللہ په ګډون نهه اربکیان هلاک شوي.
د سرچینې په خبره، یاد کسان د اربکیانو مهم غړي وو.
د پاکستان پوځي رژیم ځایي چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.
ځایي سرچینې، وایي بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو او نیابتي ډلو ورته بریدونه ورځنی معمول ګرځېدلی.
