سرچینې وایي، بلوڅ ازادي‌غوښتونکو تېره ورځ د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ پر مرکز برید کې د پاکستاني رژیم له بانکونو څه باندې ۱۵۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ وړې دي.

په یاد ایالت کې دېره د پاکستان پوځي رژیم امنیتي چارواکو د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو لاس‌ته د دغو پیسو لوېدل تائید کړي دي.

سلګونه بلوڅ ازادي‌غوښتونو پنجګور ښار کې د دولتي ادارو او بانکونو د تصفیې عملیات تېره ورځ سهار مهال پیل کړل او په چټکۍ یې پای ته ورسول.

دغو عملیاتو کې د یو شمېر پاکستاني عسکرو هلاک کیدل هم تائید شوي دي.

بلوڅ ازادي‌غوښتونکو غورځنګو په دې اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version