د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال جمشيد خوجه‌‌يوف د رياست الورزاء له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند سره په خبرو کې ويلي، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او په افغانستان کې د جلغوزيو او پنبې د توليد او پروسس فابريکې، د بسته بندۍ او لوجستیک مرکزونه، او د خوراکي توکو فابريکې جوړې کړي.

د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې خوجه‌يوف دغه راز زياته کړې چې، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له افغان حکومت سره ګډه همکاري وکړي او په نږدې راتلونکي کې به د طوطي ميدان ګازو د اکتشاف په برخه کې ښه پرمختګونه ولري او د استخراج چارې به پيل کړي.

د خوجه‌يوف په وينا ازبکستاني پانګوال به پر دې سربېره په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې هم پانګونه وکړي.

د سرچينې په وينا، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال د ازبکستاني لوري د طرحو هرکلی کړی او د سرپرست حکومت له لوري يې په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version