د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په رسمي توګه ښاغلی عبدالغفار تراوي د اسلامي امارت د نوي سفیر په توګه منلی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د تلې ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې ښاغلي عبدالغفار تراوي خپل ماموریت په ازبکستان کې پیل کړی دی.

په دې کتنه کې تراوي د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د همکاریو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې د افغانستان د ۳۹ سفارتونو واګي ترلاسه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version