د دنیا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پرون (يکشنبه د لړم شپږمه) د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفير اويبک عثمانوف کابل ته رسېدلی دی.

عثمانوف له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده؛ نوموړي له ۱۹۹۸ز کال راهيسې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون په مرکزي دفتر او نړیوالو ماموریتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي؛ عثمانوف په مصر کې هم د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم و.

د یادونې وړ ده چې عثمانوف په افغانستان کې د یادګار شادمانوف ځای ناستی ټاکل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version