د اسوشیټېډ خبري اژانس د خبر له مخې د هند صدراعظم نریندرا مودي او هسپانوي سیال یې پېدرو سانچز نن دوشنبه د هند د پوځي الوتکو د تولید لومړنۍ شخصي فابریکه پرانيسته.
دغه فابریکه د هند د ګجرات ایالت په وادودارا ښار کې واقع ده، چېرته چې نن ورځ سلګونه کسان د هسپانیې د لومړي وزیر هرکلي ته راوتلي و.
د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د خبر له مخې نوې پرانيستل شوې فابریکه د هسپانیې د ایربس په همکارۍ به (سي ۲۹۵) ایربس پوځي ترانسپورتي الوتکې تولیدوي.
د یادونې وړ ده چې په یاده فارریکه کې تولیدېدونکې پوځي الوتکې به د هند د هوایي پوځ په واک کې ورکول کېږي.