شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ازبکستان «گازيتا ازبک» ويبپاڼې د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په «نمنګان» ښار کې یې د داعش خراسان ډلې ۱۶ غړي نیولي، چې مشري یې يوې ۱۹ کلنې انجلۍ کوله.سرچينه زياتوي، چې د عملیاتو پر مهال د دغې ډلې په يوه پټ مجلس کې ۱۶ کسانو شتون درلوده او ټول نيول شوي دي.د معلوماتو له مخې د داعش ډلې له نیول شویو غړو ۳۷ موبایلونه، ۵۱ کتابونه، ۴۰ ډيويډيګانې، ۴ فلشونه، یو لپټاپ کمپيوټر او یو ټابلیټ هم د ازبکستان د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.دغه راز ويل کېږي، د يادې ډلې مشرې ۱۹ کلنې انجلۍ چې شهرت یې نه دی رسنيز شوی په ترکيه کې زده کړې کړي او له هغه ځايه داعش ته جذب او بيا ازبکستان ته تللې.
بلوڅ بېلتون پالو په دوه جلا بريدونو کې ۱۲ پاکستاني کمانډويانو او عسکرو ته مرګژوبله اړولې24 جولای 2025