د ترکیې د انادولو اژانس د راپور له مخې د ترکیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د سوریې حکومت په رسمي ډول له انقرې څخه د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش پر ضد د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
سرچينه وايي د ترکیې دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې دوی به د سوریې د غوښتنې له مخې، پوځي روزنې، سلا مشورې او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سوریې حکومت له ترکیې د مرستې غوښتنه داسې مهال کوي چې د دغه هېواد د سويل په السويدا ولايت کې کړکېچ لا هم نه دی کرار شوی او حکومتي ځواکونه هڅه کوي دغه ولايت په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي.