د ازبېکستان د ترانسپورت وزارت وايي، افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به په ۲۰۲۷ز کال کې بشپړه شي.

د ازبېکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېگ چورییف ویلي، د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.

نوموړي ویلي، دا پروژه د ازبېکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ترانزیتي لاره ده او د اورگاډي د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبېکستان ته د سوداگریزو توکو په وړو راوړ کې له ۳ څخه تر ۵ ورځو پورې وخت سپما شي.

د اورگاډي دغه پټلۍ له مزار شریف څخه پیل او د پکتيا تر خرلاڅې بندر پورې ده، چې په بشړېدو سره به یې د افغانستان سربېره ازبېکستان او پاکستان ته هم د سوداگریزو توکو په لېږد کې گڼې اسانتیاوې برابرېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version