د هرات ځايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د کېمیاوي سرې د تولید لومړنی شرکت د هرات په صنعتي ښارگوټي کې پرانیستل شو.


له هرات له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کېمیاوي سرې د لومړۍ کارخونې جوړېدل به په هېواد کې د کرنیزو تولیداتو په برخه کې مهم ثابت شي.


په خبرپاڼه کې د هرات د مرستیال والي مهاجر فراهي له قوله ویل شوي، د کورنیو تولیداتو وده او پر ځان بسیا کېدل د اسلامي امارت تگلاره ده.


ښاغلي فراهي په هرات کې پانگه‌والو ته ډاډ ورکړی، چې د پنځوس زره جریبه ځمکې په ځانگړې کېدو سره به د صنعتي ښارگوټي د پانگه‌والو د کمښت ستونزه په بشپړه توگه حل شي.


نوموړي له صنعتکارانو وغوښتل چې د خپلو توليداتو د کيفيت په لوړولو کې زيات کار وکړي او له خلکو يې هم وغوښتل چې د ملي توليداتو په کارولو سره د کورنيو توليداتو د ودې او پر ځان بسياينې لپاره زمينه برابره کړي.


د یادولو وړ ده چې د فیضي رحیمي سرې شرکت د ۵۴۰ زره ډالرو په پانگونې سره په افغانستان کې د کېمیاوي سرې د تولید د لومړۍ او سترې کارخونې په توگه په فعالیت پیل کړی دی.


یاده کارخونه به په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ ټنه کېمیاوي سره تولیدوي او ورسره به هیومیک اسید، کلسیم نایټریټ، گراپ مکس، سبست او په نړیوالو معیارونو پوډري کېمیاوي سرې توليدېږي، چې بزگران کولی شي د کرنې د ودې په خاطر ترې گټه واخلي.


اوسمهال په هرات کې سلگونه کارخونې فعاله دي، چې بېلابېل توکي تولیدوي او ورسره یې زرگونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version