د ننگرهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په سرهرود، بهسودو، گوشتې، حصارک، کوټ او هسکهمېنې ولسوالیو کې په ۴۷.۲ جریبه ځمکه اینجه کرل شوې ده او هڅه کوي چې ترڅو د اینجې ترویج ته پراختیا ورکړي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، اينجه د کوکنارو ښه بديل دی، يو جريب ځمکه ۱۸۰ کيلو حاصل ورکوي او يو کيلو اينجه په بازار کې له پينځلس زره افغانيو په لوړه بيه پلورل کېږي.:«د ننگرهار ځمکه او اب هوا د اينجې کر کېلې ته ښه مساعده ده او دوی به د دې بوټي ترويج ته کار وکړي.»
اينجه یو طبي بوټی دی، چې د بېلابېلو ناروغیو له ډلې د خېټې سرطان، د وینې فشار ټیټول او یو شمېر نورو ناروغیو د درملنې په موخه کارول کېږي.
دغه راز د اینجې له شېرې څخه د خوړو په خوند او ساتنه کې هم گټه اخیستل کېږي.