د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ازبېک سوداگرو او پانگه‌والو سره لیدلي دي او یاد پلاوي ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به په ډېرو برخو کې پانگونه کوي.

د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ازبېک پانگه‌والو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼ‌خونې جوړولو، د سیمنټو د تولید کارخونې جوړولو، د مالگې کانونو د استخراج او معیاري پخې مالگې د تولید، د معیاري نساجي کارخونې رامنځته کولو او همدا راز د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانگونې ته لېوالتیا ښودلې ده.: «ازبېک پانگه‌والو افغانستان د پانگونې لپاره په یو مناسب هېواد بللی او ډاډ یې ورکړی چې دوی له بشپړ چمتووالي سره راغلي څو په یادو برخو کې پانگونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هم ازبېک پانگه‌والو ته ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت به ورته په گڼو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ازبېک پانگه‌والو یو پلاوی کابل ته راغلی، چې په کابل کې یې د ریاست الوزراء له اداري مرستیال، اقتصادي مرستیال، مالیې وزیر، کانونو او پټرولیم وزیر او گڼو نورو چارواکو سره لیدلي او په گڼو برخو کې یې د پانگونې ټټر وهلی دی.

په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال د نړۍ گڼ پانگه‌وال غواړي چې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version