قسیم ننګیال

ده ته هم خلکو ویلي ته ډېر جرأتناک یې او زغرد او واضح غږیږې، نو که ضرورت وي او که نه وي دی به د خلکو دغه ګمان ریښتیا کوي او بیا به دا نه ګوري او نه به پوهیږي چې د خولې نه یې څه راوځي. ځکه چې د خلکو د ستاینې او مدحې مسکراتو یې عقل متضرره کړئ دی.

تا دا خبره کړې چې ویتنام پر خدای عقیده نلري او امریکا ته یې شکست ورکړ. زه په دې خبرو نه پوهیږم خو دا برداشت ترې کیږي چې دا د پوهنتون استاد د دنیوي واقعاتو له صحنې څخه د الله رب السموات و الارض عظیمه اراده باسي او د دې پر ځای چې دغه حوادث د یو مؤحد مسلمان په څیر یو ذات ته مستند کړي، بالعکس یا د تصادف او بخت والاتفاق عقیده لري او یا د دې شرکي مردارې عقیدې والا دی چې د ملت زور د خدای زور. والعیاذ بالله

دی چې د ویتنام له پیښې کوم استدلال کړي او غواړي د طالبانو، ملانو او مؤحد اولس لخوا د خالق القوی والقدر په اراده د امریکا شرموونکی شکست پیکه او بې رنګه ښکاره کړي ،د ټول سیاق و سباق نه یې ماته همدا شرکي عقیده مترشح کیږي.

که رښتیا راباندې وایی زموږ په شل کلنه مبارزه کې د خداي پاک نصرت او حمایه دومره واضحه او جلي ول چې محض معمولي بصارت او بصیرت یې هم درک کولی شي خو افسوس چې تا د کفر او اسلام په مقابله کې د کفر تر چتر او سیوري لاندې د خپل مخ ویښتان سپین کړل او د اسلام سره دې د خدای نصرت درک نه کړ.

او د اذان خبره دې د سیکولرانو او اخوانیانو خبره ده چې ملا د جومات تر څو فوټه احاطې محدود بولي او تا خپل درد او عقده ښکاره کړې. ته دا نه شې زغملی چې نن ولې د سیاست چارې ملا او طالب سمبالوي. ستا د اخوانیانو خو همدا درد کرار نشو چې طالب و ملا ولې خپل اذانونه او جنازې نه کوي چې سیاست ته راوتلي.

دا د عقدو بل اور به دې د ایمان نه خلاص کړي، او بيغمه شه ستا د دې ازلي دښمن ورکه په یو خدای ده و أبی الله أن یعدمه. د اربکیانو سره د جګړې باوجود به د دوی ښځو طالب ته وظیفه ورکوله، د دم اوبه به یې ورلیږلې او نکاح به یې پرې کوله. نو د طالب دغه مرجعیت او رسوخ ختمول د یوې اُجرتي خولې کار نه دی.

کاش تا خو اقلا د دنیوي ضرورتونو نه وروسته په ثانوي درجه کې د ددیني ضرورتونو خبره هم کړې وای. کله دې هم ویلي وای چې په حدودو کې تقصیر روان دی. امربالمعروف په خپله وظیفه کې تساهل کوي، جوماتونه خالي دي. د کابل د ښځو جامه شرعي نه ده. په کورسونو کې د تعلیم تر نامه لاندې اختلاط و فحاشۍ ته کار روان دی. نو مالومیږي چې زمونږ و ستاسو اختلاف په تفریعاتو کې نه دی، بلکې د اسلام په اساساتو کې ستاسو لوري کاږه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version