وحیدالدین حیدر
د UNAMA له نامه ښکاري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولي. مګر ملګرو ملتونو دې وطن ته په لمن کې سکروټې راوړي، هیڅ ټولنه او هیڅ مغربي ټولنه د اسلامي ټولنو د کړاوونو او معضلو درد په سر نه دي راخیستي چې خپل ماموریتونه او پیسې ضایع کړي، غربیان ډېر منظم او په سیستماتیک ډول د اسلامي ټولنو په روح او روان کې نتوتي، دغو شریرو ادرسونو د اسلامي نړۍ په هیوادونو کې د سرطان د ناروغۍ په څېر ريښې غزولي دي، هغه کار چې دوی او د دوی حامیان یې کوي هغه ښه دی، خو هغه کار چې غیر مغربي ټولنې یې د خپلو ټولنو د نظم او نسق په خاطر کوي، جرم دی. د افغانستان اسلامي امارت تېره پنجشنبه دوه مجرمین د خپلو جرمونو او جنایتونو په سزا ورسول، د بښنې نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو، امریکا او د بشر حقونو په نامه د جرمونو دجرړو چیغې پورته شوې، ته وا چې دا ادرسونه سپینې ملایکې دي او رښتیا هم د انسان په درد د دوی احساسات زخمي کیږي.کاش د دوی وجدانونه د ګونتانامو او بګرام په اسیرو بېچاره ګانو لړزيدلي وای، کاش د دوی انسانیت هلته ټکان خوړلی وای چې لاس تړلي سپین ږیري یې په سپیو داړل، کاش د دوی احساسات هغه وخت په زلزلو راغلي وای چې سپي یې انسانانو باندې د جنسي تیري لپاره روزل.کاش چې دوی د بشر شرافت په b52 الوتکو تالاترغۍ نه وای کړای، کاش د دوی وجدان د فلسطین د تنکي ماشومانو په شهیدانولو سره راویښیدلای.عجیبه ده ولا چې زاني، قاتل، خونخوار، فاسد او بې خدا انسان دلته ونیول شي، د دوی چیغې او غوغا نړۍ لړزوي، خو غزه کې روان وحشت باندې یې خولو ته زنځیرونه اچولي وي، د افغانستان په ودونو، خیراتونو، مکتبونو او مدرسو باندې د بمباریو په وخت کې په دوی د خاموشۍ خپسکې ناستې وې.زه نه پوهیږم چې نړۍ به د کوم بشر په حقونو انديښنه ښودلي وي؟او د کوم بشر له غمه مړه دي ؟دا ادرسونه دې لږ تر لږه په امریکا د اټومي وسلو د تقلیل تړون امضا کړي.دا ادرسونه خو دې په خپله او په امریکا د بشري حقونو نړیواله اعلامیه امضاء کړي؟د ملګرو ملتونو ادرس خو دې له امریکا وپوښتي چې د بشر حقونو اعلامیه ولې نه امضاء کوي؟هغوی که دا سند امضا کړي لږ تر لږه به په غزې، افغانستان، عراق، لیبیا، تونس، برما او نوره اسلامي نړۍ کې د ماشومانو، ښځو او ځوانانو غوښې نه کبابیږي.د اسرائیلو زندانونه به د مظلومو ازادي خواه فلسطینانو نه خالي شي.عجیبه ده؟ مړ هم زه پړ هم زه.