ليکوال: ارغوان وطنیار

استاد مزمل جګړه خوښی انسان نه دی، هغه یو علمي او اکاډمیک شخصیت دی، غواړي ولسي ژوند ولري، خو د ده ذوق او عمل دوه متضاد قطبونه تشکیل کړي دي.دی شرپسند نه دی مګر عمر یې د شر پسندو عناصرو پوستین لاندې پټ تېر کړ.دی غیر نظامي او علمي کادر دی مګر له هغو اولنیو جنجالي او بحراني کرکترانو څخه دی چې د استاد رباني سره مل یې له مودودي د داوود خان په ضد د جګړې فتوا غوښته. مولانا مودودي دوی ته ویلي و چې داودخان حج کړی، مسلمان دی، ښه کلک او زیږ مسلمان دی، هغه حتی په ملي رادیو تلویزیون کې سندرې بندې کړي تاسې ولې خپلې پښې په تبر وهئ؟موږ چې له زاني، لوطي او دایم الخمر بوټو سره ګوزاره کوو تاسو باید له سر داود خان سره زر ځلي ګوزاره وکړﺉ.استاد مزمل د اسلامي حزب ګوند کې و، د حکمتیار د ټولو جنایتونو برخوال و بیا حکمتیار له حزب اخراج کړ د اخراج لامل یې حکمتیار ته مشورې وې هغه مشورې د حکمتیار په مزاج ښې نه لګیدې ځکه خو هغه ټول عمر د ورانۍ او شرارت لاروی و او دغه شرارت کې یې هم رهبري کوله، د نورو شریر سیاستونه یې ددین له ادرسه په افغان ولس تحمیلول، خپله هم نظامي و هم سیاسي و او هم مغز متفکر و. هغه بل متفکر او مشاور ځان سره نه زغمه هماغه وه چې استاد مزمل یې وشاړه، استاد مزمل لاړ د رباني لمن یې ونیوه، د سیاف او مجددي تر دفترونو او درګاه ګانو یې ټول له پښو وه ایستل، هغه مهال د افشار بوږنوونکي قصابۍ په درز کې روانې وې او د رادیو ستن به دې اړوله همدا خبره به وه چې حکمتیار په چاراسیاب کې مقاومت پیل کړ، وحدت دارلامان نه سقیله سلاح کاروي، مسعود له تپې تلویزیون د وحدت ګوند اهداف ولي.او مزمل استاد د حزب، جمعیت، محاذ او حزبونو او تنظیموتو په دسترخوانونو ډکیده او تشېده.یوه ورځ یې په جاینماز ویلي و چې په دې جاینماز خدای ته مخ نه لري ځکه دوی د همدغه تنظیمي قهرمانونو لپاره دعا کړې او دوی سره یې تعاون کړی، اوس خدای ته او همدې جاینماز ته یې مخ نه دی پاتې.نو دا خو ناممکنه نه ده چې انسان دې اور ولګوي او هلته دې د ګلانو او چمنونو د زرغونیدو تمه ولري.د استاد مزمل شخصیت یو پراډاکس حالت کې پټ دی، د ده کرکټر او د ده فکر دوه متضاد حالتونه دي.دی ځان سره په جنګ اخته دی، هغه څه چې وایي برعکس یې کوي.زه نه پوهیږم چې استاد څه ډول ځان سره صلاح وکړي او څنګه ځان له خپل فکر سره برابر کړي؟په جمهوري نظام کې یې هغوی ته مشورې ورکولې بیا به یې د هغوی له سټیجه هغوی نقدول خو عین وخت کې به یې ځان د سولیزو جریانونو برخوال ګاڼه، کله به له سیاسي دریځه را ښکاره شو کله به د جمعیت اصلاح له ادرسونو مذهبي سړی معرفي شو، کله به د وخت د حکومت له ساحو لرې سیمو ته لاړ چې هلته د امارت مجاهدین حاکم ول هلته به یې هغوی هم تایدول او هم به یې تر نقد لاندې نیول.اخر دا سړی لکه ګلبدین حکمتیار له دې وطنه او له دې ولسه څه غواړي؟که بحرانونه غواړي نو حد اقل دا ولس دې معاف کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version