لیکوال: اېمل پښتون

لیکوال او سیاسي شنونکي محمد زمان مزمل له طلوع نیوز سره په تازه بحث کې ویلي: طالبانو د افغانستان مساله ۳۰% سلنه هم نه ده حل کړې او که پاکستان او امریکا کډوالو ته اجازه ورکړي، د اذان لپاره به هم په هېواد کې څوک ونه ګورئ. او طالبان دې فکر نکوي چې مونږ امریکا ماته کړې او خپله دغه ادعا پر ملت د سیاسي نکاح وسیله کړي؛ ځکه ویتنام هم کمونست و، په خدای تعالی یې عقیده نه درلوده، خو امریکا ته یې شکست ورکړ. ښاغلي مزمل څرګنده کړې، چې ملا هبت الله دې کابل ته سپکاوی نه کوي او له کندهاره دې د پېړیو پلازمېنې کابل ته راشي.زه به مزمل صاحب ته صرف دومره ووایم: چې د تنظیمونو تېر ککړ او د ناندریو ډک تاريخ ته دې وګوري، چې هم یې اسلام او هم یې افغانیت بدنام کړ، کاشکي تاسې جهاد او د شهیدانو وینې نه وای خرڅې کړې! د افغانستان تېره ۴۵ کلنه تباهي چې عاملین یې نوموړي مشاورین دي، دومره لویې ستؤنزې او مسائل زېږولي دي، چې د ستؤنزو ٣٠% سلنه حل هم تر معجزې کم نه دی! کاش تاسې چې د کومې ادعا له مخې پاڅېدلي وئ، هغه داعیه مو پر ځای کړې وی، نن به د افغانستان معضله ٨٠/ ٩٠% سلنه حل او فصل شوې وه.مزمل د دې هېواد د پخوانیو لوبغاړو زوړ انډيوال دی، خو اوس سپېن ږېری شوی او له عمر سره د انسان عقل او فهم ضعیف کېږي.د اسلامي امارت مسؤلین هر هېواد ته نورمال تګ راتګ کوي، په هر هېواد کې چې وغواړي ژوند اختیارولی شي، خو بيا هم يوه مسؤل له هېواده بهر ژوند اختيار نه کړ، بلکې له اولس، دین او ملت سره څنګ په څنګ اوسېږي. چوپ شوی آذان یې بیا ځلې له هر مسجد او منار څخه په اېماني شور او ځوږ سره خور کړ. دغه سیاسي روباټ د اېمان او کفر ترمنځ د مقابلې، مقاومت او ماتې، د کفر او کفر ترمنځ د مقابلې او ماتې په فرق نه پوهېږي، د اسلام پر وړاندې د دیموکراسۍ ماته، د ویتنام له بدرنګه او کرغېړن انقلاب سره پرتله کوي او عارفانه تجاهل کوي، دغه مقایسه د ایمان له کلا څخه دېوالونه نړوي، دغه مقایسه د اسلام په زرین تاریخ شک او تردد زیږوي او دغه مقایسه له یو متزلزله باور څخه نماینده ګي کوي.متل دی وايي: یو احمق څاه ته ډبره غورځوي، سل هوښياران یې بیا نشي را ایستلای.د سياسي او مدني فعالانو په نامه ځینې ګنده، پوچ او پردي افکار د مشورو، انتقاد او دوستانه ګیلو په بهانه د رسنیو له لارې د افغانستان د مجاهد او غیور اولس د بچيانو ذهنونو ته انتقالوي تر څو د اولس او حاکم نظام تر منځ فاصله ایجاد کړي.آیا د افغانستان مقدس جهاد له ویتنام سره پرتله او مقایسه کول انتقاد دی، مشوره او که ګیله ده؟او که د اسلام پېروزي او ویاړ په ذهنونو کې کم او بې ارزښته اچول دي.وروستۍ شبهې ته د وویل شي: چې بلکل امیرالمومنین لوی نوم دی، او الحمدالله لوی شخصیت هم دی، په هره پریکړه او فیصله یې وياړ او فخر کوو. نظام ټول په کابل کې برقراره دی، ارګ او وزارتونه ټول له کابل څخه اجرات کوي.او دا د کابل توهین نه بلکې، عزت او جلال ساتل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version