د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا دوشنبه په ځینو سیندي حوزو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.یاد وزارت پرون د هواپېژندنې ادارو د اټکل له مخې ویلي چې د ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود او هلمند په سيندي حوزو کې شوی دی.تر دې وړاندې د هواپېژندنې ادارې تر سبا دوشنبې په ۲۴ ولایتونو کې د درنو اورښتونو، د واورې ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، د فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک او غزني په سیندونو کې هم د اوبو د سطحې لوړېدو اټکل شوی دی.وزارت د دغو سیندونو په څنډو کې له استوګنو خلکو غوښتنه کړې چې مخکې له مخکې خبر وي او د ځان د خوندیتوب اصولو ته دې پام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version