استانا ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او قزاقستان تر منځ د «افغان ټرانس » پټلۍ د جوړېدو لپاره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړی.

د دې ورځپاڼې په وینا په پام کې ده چې د ۴،۸ میلیارد ډالرو په لګښت له شمالي ترمذ تر کابل او بیا کوهاټ پورې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ جوړه شي. د استانا ټایمز د راپور له مخې، د دې پلان اصلي موخه د افغانستان او پاکستان له لارې د خلیج په اوږدو کې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو کرښې غځول دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، دا لار د قزاقستان په شمال ختیځ کې له یوې سیمې پیلېږي او له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته د سمندر له لارې د متحده عربي اماراتو جبل علي بندر ته رسېږي. په دې لاره کې د ازبکستان له ترمذ د افغانستان له لارې د پاکستان د کوهاټ تر غرونو د اورګاډي پټلۍ نشته، خو په منځنۍ اسیا او پاکستان کې پاتې برخه یې پټلۍ لري.

افغانستان کې وروستي درې کلونه د ګاونډيو هېوداونو او نورې نړۍ سره د تجارت او راکړې ورکړې طلايي کلونه ګڼل کېږي چې د ريل پټليو لاري د جوړېدو په صورت کې به دا تجارت لسګونه چنده زيات او ګټور تمام شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version