د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ په درېیم کال کې د دوه کلونو پخوا پرتله د امنیت ضد پېښې نږدې ۹۰ سلنه کمې شوې دي. 

په وينا یې د امنیت ټینګښت نه یوازې تېر کال بلکې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د تېر حکومت پرتله ښه شوی دی او اسلامي امارت یې له سترو لاسته راوړنو بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل:« زموږ ارزونې ښیي چې تېرو کلونو پر تله امنیتي پېښو کې شاوخوا ۹۰سلنه بدلون راغلی او امنیت ښه شوی دی.»

که څه هم دغه کال کې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم امنیتي ګواښ نه دی پېښ شوی خو ځينو هېوادونه او سازمانونه له افغان خاورې د ګواښونو په تړاو اندېښنې لرلې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ټولیز امنیت د تړون سازمان، روسیه، پاکستان، تاجیکستان، ازبیکستان، قزاقستان او ایران هغه هېوادونه او سازمانونه وو چې افغانستان کې یې د ځینو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې. 

د روسیې دفاع وزیر، سرگئی شویگو د ۱۴۰۳ کال د غويي پر ۸مه ویلي و: «منځنۍ اسیا ته اصلي ګواښ په افغانستان کې له مېشتو ترهګرو ډلو پېښېدونکی  دی او امریکا هڅه کوي چې په ۲۰۲۱زېږدیز کال کې له افغانستانه تر وتلو وروسته په سیمه کې نفوذ وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دفاع وزير خبرو په غبرګون کې وېلي و: « هر اړخیزه ډاډ شته چې د افغانستان ټوله خاوره د افغانستان د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده او دویمه دا چې ټول افغانستان امن دی او هیڅ څوک او هیڅ ډله چې وسله وال یا هم خپل سرې اوسي او د افغانستان خاوره وګواښي او یا د افغانستان له  خاروې اندېښنې را منځته کړي نشته.»

د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې په وروستي یوه کال کې د امنیت ضد نورې پېښې وې. د اسلامي امارت ځواکونه تورخم، ډنډ پټان، او چمن کې په ځلونو له پاکستاني لوري سره په نښتو کې ښکیل شول او په دغو نښتو کې له دواړو لورو څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو د ۱۴۰۲ کال د کب پر ۲۸مه پاکستان د پکتیکا او خوست پر ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری وباله او د دغو بریدونو په ځواب کې یې پر پاکستاني لوري د توپخانه یې بریدونو خبره وکړه. 

په وروستیو ورځو کې د ۱۴۰۳ کال د زمري پر څلورمه، د دفاع وزارت سرپرست د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې وویل چې د افغانستان اوسنی حکومت به ډېر ژر د هېواد پر هوایي حریم کنټرول ترلاسه کړي.

د دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد و ویل: « هر څوک چې دا تخطي ترسره کوي زموږ سپارښتنه دا ده چې زموږ هوایي حریم ته دې درناوی وکړي او باید افغانستان ته د بې احترامۍ په سترګه ونه ګوري.»

همدارنګه د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدین حقاني هم په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې د داعش په ګډون هیڅ ترهګره ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري.
 
د دفاع وزارت سرپرست، خليفه سراج الدین حقاني زیاته کړې: « په افغانستان کې د یاغیانو او خوارجو په نوم هیڅ ځواک نشته چې شرعي نظام تهدید کړي، ځکه چې د علم او فقه له نظره، یاغیان او خوارج هغه څوک دي چې د افغانستان اسلامي امارت له ګواښ سره مخ کوي.»
 
خو له دې ټولو سره سره، هېوادوال د امنيت له ټينګښته خوښ برېښي او وايي، د پخوا پرتله امنیت ښه شوی او کولاى شي د افغانستان ګوټ ګوټ ته ډاډه سفر وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version