ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې چارواکو د دغه هېواد د سیاسي او ټولنیز نظم د ګډوډولو او د جنوري میاشتې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د امریکا او اسرائیلو په ګټه د کار کولو په تور څلور تنه نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې د ایران د اصلاحاتو جبهې مشره آذر منصوري، پخوانی ډیپلومات محسن امین زاده او د پارلمان پخوانی غړی ابراهیم اصغرزاده شامل دي، خو د څلورم کس نوم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ايراني حکومت ګڼ شمېر د ټيټې‌ کچې دولتي مامورين امريکا او اسرائيل ته د جاسوسۍ په تور نيولي و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version