د رویټرز خبري اژانس د راپورونو پر بنسټ، د اسرائيلو پلازمېنه تل ابیب کې د بنیامین نتنیاهو د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه دوام لري؛ سلګونه زره خلک ښارونو ته راوتلي، او د اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو پر ضد شعار ورکوي چې دی د حماس غورځنګ سره په جګړه کې پاتې راغلی او ياد غورځنګ سره بندي اسرائليان‌ نشي خوشې کولای.

د رويټرز د راپور له مخې، شاوخوا ۵۰۰ زره اسراييلو د حکومت ضد لاریون کړی دی.لاریون کوونکي د بنیامین نتنیاهو پر واکمنۍ نیوکه کوي چې د غزې اوربند په پلي کولو او له حماس اسلامي غورځنګ سره د بندي شویو اسرائيلو په راخوشې کولو کې پاتې راغلی دی.

راپور کاږي چې د اسرائيل د کارګرو ټولنې په اعتراضي بڼه په ټول هېواد کې نن (دوشنبه) یو ورځنی عمومي کاري اعتصاب هم اعلان کړی دی؛ همدا راز واټونو ته راوتلي لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې له حماس اسلامي غورځنګ سره د پاتې ۱۰۱ تنو بنديانو د خوشې کولو او اوربند لپاره پوره هڅه وکړي.

راپور زياتوي دغه لاریون کوونکي چې د نتنياهو د دفتر مخ ته راټول شوي، په غزه کې له حماس غورځنګ سره د بندي شويو اسرائيلو عکسونه هم له ځان سره لېږدوي. د راپور په وينا پولیس هڅه کوي چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي خو پر دغه چاره نه دي بریالي شوي او پراخ کړکېچ رامنځته شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version