د ار ټي عربيک رسنۍ د راپور له مخې د اسرائيلي رژيم جنګي الوتکو د لبنان پر ګڼ شمېر سيمو پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
سرچينې ويلي، اسرائيل ادعا کوي، چې د حزب الله رضوان ځواک روزنيز مرکزونه او د وسلو زېرمې يې په نښه کړې دي.
هاخوا بيا د لبنان بهرنيو چارو وزير ویلي، چې له عربي هېوادونو يې خبرتیاوې ترلاسه کړي، چې اسرائيل پر لبنان د پراخو بریدونو لپاره چمتووالی نيسي.
