د ملګرو ملتونو د شکنجې اړوند ځانګړې استازې الیس جِل اېډورډز خبرداری ورکړی، چې پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په زندان کې غيري انساني او سپک چلند کېږي.

هغې پر پاکستان پوځي رژيم غږ کړی، چې له عمران خان سره د بند پر مهال د غیر انساني او ناروا چلند په اړه د خپرو شویو راپورونو په تړاو وضاحت ورکړي.

نوموړې زياتوي «زه غواړم ډاډ ترلاسه کړم، چې د پاکستاني حکومت په بند کې د عمران خان ساتل د نړیوالو اصولو او معیارونو سره سم دي او که نه.»

ياده دې وي، چې پاکستاني رژيم خپل پخوانی لومړی وزير عمران خان دا مهال په ناوړه وضعيت کې په بند کې ساتي او ځينې راپورونه دا هم وايي، چې ګواکې عمران خان د شکنجې لاندې وژل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version