سپوتنيک خبري اژانس د اسرائیلي رژيم د لومړي وزیر نتنیاهو له قوله ویلي، چې امریکا ورته لبنان کې د پوځي عملیاتو لپاره شین څراغ ورکړی او د حزب ‌الله پر ضد یې د لوی برید پلان چمتو کړی دی.

سرچينې پر دې سربېره زياته کړې، چې اسرائيلي پوځ د امريکا له موافقې سره سم د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د حزب‌الله دوه مهمو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

بلخوا، د لبنان بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي ویلي، چې هېواد یې لا هم له اسرائیل سره د جګړې په حالت کې دی او له دغه هېواد سره هر ډول اړیکې قانوناً منع دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version