Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»اسرائیلو د ایران پر یو شمېر سایټونو راکیټي بریدونه کړي دي
    نړۍ

    اسرائیلو د ایران پر یو شمېر سایټونو راکیټي بریدونه کړي دي

    صابر افغانصابر افغان20 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپورنه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې اسرائیل د ایران په یو شمېر سایټونو راکټي بریدونه کړي دي.

    نړۍوالۍ رسنۍ CNN د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیلو په یو شمېر ایراني سایټونو راکټي بریدونه کړي دي.

    یادې رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې له دغو بریدونو څخه د اسرائیل هدف د ایران اټومي او غیر نظامي تأسیسات نه دي.

    بلخوا بیا ایراني رسنۍ “مهر” خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د یادو بریدونو له امله ځینې پروازونه هم ځنډېدلي دي.

    یوې بلې ایراني رسنۍ “فارس” خبري اژانس بیا راپور خپور کړی، چې د اصفهان په شمال غرب “شکاري” اردو پوځي اډه کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د دې ور اخوا د ABC نیوز نړۍوالې رسنۍ خبر ورکړی، چې اسرائیل د ایران ترڅنګ په عراق او سوریه کې هم په یو شمېر اهدافو بریدونه کړي دي.

    اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دغه بریدونه یې د ایران د تېرې یکشنبې ورځې بریدونو په ځواب کې کړي دي.

    ایران له وړاندې د اسرائیلو له لوري ځوابي برید په کولو د بیا سخت غبرګون ښودلو خبرداری ورکړی و.

    د ایران او اسرائیلو ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ زیاتې شوې، چې اسرائیلي طیارو د سوریې پلازمینه دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ برید وکړ او د یوه جنرال په ګډون یې اوه ایرانیان ووژل او د قونسلګرۍ ودانۍ په مکمل ډول تخریب کړه.

    بل لور ته یو شمېر هېوادونو د اسرائیل دغه اقدام غندلی دی.

    الجزیرې رسنۍ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د عمان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیل لخوا په اصفهان شوی برید غندلی دی.

    په اعلامیه کې راغلي: ” عمان همداراز د اسرائیل لخوا په سیمه کې ترسره شوي ټول پوځي بریدونه غندي”.عمان په منځني ختیځ کې هغه هېواد دی، چې د ډېرې اوږدې مودې را پدیخوا د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

    مخکینۍ مقالهامنیتي ځواکونو کابل کې د مهرالله په نوم د شر و فساد غړی نیولی
    راتلونکي مقاله نیویارک ټایمز: د داعش خراسان له نیمایي ډیر جنګیالي د تاجکستان دي

    مربوطه لیکنې

    روسیې د لويديځ او امريکا پر سياستونو نيوکه کړې او د نيکولاس مادورو نيول یې غير قانوني بللي

    27 سپتمبر 2026

    کسپين سمندر کې د ۷ سرتېرو د ډوبېدو له امله د قزاقستان ولسمشر خپل دفاع وزير له دندې ګوښه کړی

    27 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٦ مه.#هندوکش‌غږ

    28 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    28 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٦ مه.#هندوکش‌غږ

    28 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    28 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،196 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.