د حماس اسلامي غورځنګ ویاند حازم قاسم یو وار بیا د غزې پر وړاندې د اسلامي نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې.

هغه غزه کې روان بشري ناورین ته په اشارې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې نه‌پوهېږي د دې ناورین ژورتیا په کومو ټکو بیان کړي.

ښاغلي قاسم لیکلي: «نه پوهېږم په کومو ټکو اسلامي امت ته د غزې ناورین ژورتیا بیان کړم؛ ترڅو هغوی د غزې ملاتړ په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version