د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، پر ایران د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د فردو اټومي تاسیسات او د اوین په نوم زندان په نښه شوي.
ایراني چارواکو ویلي، پر فردو اټومي مرکز برید څو شېبې وړاندې شوی او تر دې مهاله ترې ملکي وګړو ته کوم ګواښ نهدی پېښ شوی.
له بل لوري د صهیونیستي رژیم دفاع وزیر اسرائیل کاټز ویلي چې هوایي ځواک یې دا مهال د ایران په پلازمېنه تهران کې پر پوځي او دولتي اهدافو پراخ بریدونه پیل کړي او ډېر ژر به یې جزئیات خپاره شي.
پر ایران د صهیونیستي رژیم د بریدونه تازه څپه داسې مهال پيلېږي چې ایران نن له غرمې وړاندې پر اسرائیلو د بالسټیک او ډرون الوتکو پراخ بریدونه ترسره کړل.