نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پوځ د یمن الحدیدة سمندري بندر پر تأسیساتو هوایي بریدونه کړي.

د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي، په دغو بریدونو کې د تېلو ذخیرې او نظامي تأسیسات چې د یاد بندر د بیارغونې لپاره کارېدل، په نښه شوي دي.

صهیونیستي رژیم ادعا کړې، چې حوثیانو دا بندر د ایراني تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره کارولو او بیا یې په اسرائيلي او نړیوالو کښتیو بریدونه کول.

د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانو او تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version