د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه (د چنګاښ، ۳۰مه) په ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلیکس پرانیست.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې لهمخې، ښاغلي برادر د تولیدي فابریکو د دغه کمپليکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به د پام وړ مرسته وکړي.
نوموړي د خبرو پر دوام، یو ځل بیا پر ټولو پانګوالو او سوداګرو غږ کړی، چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او په خبره یې اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي برادر د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو منننه کړې چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې غوښتي چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلیکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ټرانسپورټي وسایطو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یو شمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شوي دي.