‏د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي.

کورنیو چارو وزارت وایي، یاد کسان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار، نازیانو او دور بابا ولسوالیو په اړونده سیمو کې نیول شوي.

وزارت زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه ۲۰ کیلو ګرامه چرس، اووه کیلو ګرامه تاریاک، ۲ کیلو ګرامه شیشه او ۲۲ لیټره تیزاب ترلاسه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version