د (اسرائیل ۱۲) رسنۍ خبر ورکړی چې د صهیونیستي رژیم او حماس اسلامي غورځنګ استازي په اوربند سلا شوي او دواړو لوریو پر اوربند هوکړه کړې ده.

د معلوماتو له مخې صهیونیستي رژیم موافقه کړې چې د هوکړې د یوې برخې او فقرې په توګه به فلسطيني خوشې شوي بندیان بیا نه نیسي او په راتلونکي کې د حماس اسلامي غورځنګ مشران نه تعقیبوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وروستيو ساعتونو کې یو شمېر هغه مسئلې چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف سبب شوي وو، حل شوي دي.

بل خوا حماس اسلامي غورځنګ له نړيوالو او امريکا څخه غوښتي چې صهیونیستي رژیم خپلو ژمنو ته وفادار پاتې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version