غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د مذاکراتو دوام؛ مذاکره کوونکو خبر ورکړی، چې په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي او ډېر ژر به په دې برخه کې هوکړه اعلان شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد انصاری ټینګار کړی چې دغه هوکړه اوس له بل هر وخت سره نږدې شوې او د دواړو لوریو ترمنځ بنسټیز اختلافات حل شوي دي.

په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره دا مذکرات د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر، او مصر د استازو په شتون کې د صهیونیستي رژیم او حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ دوام لري.

په ورته وخت کې د صهیونیستي رژیم د ملي امنیت وزیر ایتمار بن‌ګویر د اوربند موافقه د«نه منلو وړ» بللې او ګواښ یې کړی چې د بنیامین نتانیاهو له ائیتلافي حکومت څخه به استعفا کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version