نوین ساپی

افغانان د هغې ورځې د راتلو په انتظار وو، چې شپې او ورځې په ارامه فضا کې سبا کړي، وېره نه وي، وحشت نه وي، غلا او قتلونه نه وي، څوک په چا کار ونه لري، هر څوک په ډاډه زړه خپلو کارو ته لاړ شي، د جنازو اعلانونه د مسجدو له لوډسپیکرونو وانه ورېدل شي، د امن او سولې لمن خوره و اوسي؛ مینه، محبت وي، اخوت، یوالی او وحدت وي، کینې او حسد له ملکه کډه کړې وي؛ دا هغه څه دي چې، افغانانو یې خوبونه لیدل.

خوشبختانه، نن د دې غریبو، بېوزله، مایوسه او ناهیلو افغانانو هغه خوبونه په حقیقت تعبیر شوي، کوم یې چې په ویښه او شپې په خوبونو کې لیدل، په دې څه کم درې کلونو کې عوامو داسې کوم اعلان یا خبر وانه ورېده چې، په هیواد کې غلاوې شوې وي، ترور او شوکې شوې وي، د چا کور چور او تالان شوی وي، د چا په عزت لوبې شوې وي، په ناموس یې تېری شوی وي، ټول په ارامه او باامنه فضا کې په خپلو کارو بوخت دي، ورځنۍ چارې یې په خوښیو/خوشحالیو مخې ته وړي.

الحمدالله! د شکر ځای دی، داسې خبرې تر اوسه نه چا اورېدلي او نه څوک د قانون خلاف کړنې ترسره کولای شي.

هغه مغرضه خلک چې د اسلام، قانون او د اسلامي امارت خلاف کړنې ترسره کوي، نظام تخریبوي، یو شمېر یې په سزاء رسېدلي او نور به هم په سزاء ورسول شي؛ نن سبا د هر افغان په خوله همدا خبرې وي، څه مو چې د کایناتو له ستر ربه غوښتل، همغسې وشول.

تاریخ دا ثابته کړې، د کوم هیواد یا ملک خلک چې له حکومت سره همغږي نه وي، یو ډول حایل یې ترمنځ، رامنځته کېږي، نو خلاصه دا چې، عوام یې له حکومته ناراضه وي، هغه حکومت پایښت نه لري، برعکس دلته په ګران هیواد افغانستان کې، افغانان له اوسني نظام یا حکومت سره په ټوله معنی همغږي لري، د حکومت او نظام د بقا په پار کار کوي، نو ځکه حکومت له عوامو او عوام له حکومته راضي دي.

تېر نظام کې د ټولنې هر قشر، د حکومت د نړېدو دعاګانې کولې، ځکه چې په هرې ادارې کې په پټه او ښکاره رشوتونه اخیستل کېدل، د یو ساعت کار به په جمعو او میاشتو نه ترسره کېده، تر هغې چې دې رشوت نه وای ورکړی، ناشونی کار به یې په یوه دقیقه کې د پیسو یا رقم په مقابل کې شونی کړ؛ لنډه دا چې، د یوې افغانۍ ګټې په مقابل کې درته زر افغانۍ تاوان در رسېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version