اروپايي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب بنسټ وايي، چې په افغانستان کې د روان بشري ناورین ته په کتو یې ۱۵۰ مېلیونه یورو ځانگړې کړې دي.

یاد بنسټ په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت له امله اروپايي ټولنې په دغه هېواد کې د قحطۍ گواښ د مخینوي په موخه د بېړنیو مرستو زېرمه فعاله کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۵۰ مېلیونه یورو له ډلې به ۱۲۶ مېلیونه یورو په افغانستان کې دننه، څه‌باندې ۱۱ مېلیونه یورو به په پاکستان او نورې به په ایران کې د افغان کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو کې ولگول شي.

د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې مالي مرستې به د زیانمنو ټولنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوام کوي.

د یو بل خبر له مخې، ډنمارک له افغانستان ۷.۲۹ مېلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو وجهي صندوق ویلي، د ډنمارک مرسته به په افغانسان کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزې، بې‌ځایه شوو او راستنېدونکو لپاره د چوپړتیاوو او د ښځو پر پیاوړتیا ولگول شي.ډنمارک پرو سږکال هم له افغانستان سره ۴۲ مېلیونه کرونه مرسته کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version