د ملي دفاع وزارت وايي، د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامو ۶۱۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو زده‌کړو قوماندانۍ د څلورو مسلکي ښوونځیو له بېلابېلو څانگو څخه یې فارغ کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، فارغ شوو سرتېرو مسلکي زده‌کړې کړې او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به په دندو وگمارل شي.

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینت مرستیال بازمحمد حمیدي فارغ شوو سرتېرو ته ویلي، تر لاسه کړې مسلکي زده‌کړې او اعداد هېر نه‌کړئ او نورو ملگرو ته یې هم ور زده‌کړئ.: «هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې ځانونه د وخت له اړتیاوو سره سم عیار کړئ.»

فارغ شوو سرتېرو هم ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې د هېواد له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره به هلې ځلې کوي او اسلامي او افغاني ارزښتونو ته به ژمن پاتې کېږي.

تېره اوونۍ هم د د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو زده‌کړو قوماندانۍ له بېلابېلو مسلکي ښوونځیو څخه ۴۳۱ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي وو، چې د هېواد بېلابېلو سیمو ته ولېږل شول.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کابل سربېره د هېواد په ډېرو ولایتونو اوسمهال زرگونه سرتېري په مسلکي زده‌کړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته به د ملي اردو په لیکو کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په دندو وگمارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version