لیکنه: عادل افغان

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو او د جګړې په ډګر کې د لوېدیځ له شرمېدلې ماتې وروسته، دوی یو ځل بیا خپلې دوه مخې او له فرېبه ډکې پالیسۍ ته مخه واړوله.

امریکا، ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې او د دوی تر چتر لاندې په یوه او بل نوم ټولو بنسټونو پر افغانستان بیا د ډیموکراسۍ، د ښځو حقونو، ټولګډونه حکومت او د بیان ازادۍ په څېر نورو هغو له فرېب او مکره ډکو شعارونو او ارزښتونو د تپلو هڅه پیل کړه، چې تېرې دوه لسیزې یې د لسګونو زرو پوځیانو، الوتکو، چورلکو، زغروالو ټانکونو، پوځي یرغل، جنایتونو، پراخ نړیوال ملاتړ او ټریلیونونو ډالرو د لګولو په پایله کې پر دغه هېواد ونه شو تپلی.

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا پر افغانستان برید کاوه، د دغه کار د توجیه لپاره یې ظاهراً د څلورو دلایلو یادونه کوله؛ د طالبانو ماتول، په افغانستان کې د نشه‌يي توکه له منځه وړل، د ښې حکومتولۍ رامنځته کول او دغه راز په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت تامینول. دا هغه څلور له فرېب او مکره ډک شعارونه وو چې امریکا هم نړۍ ته پرې دوکه ورکړه او هم یې پر افغانستان باندې خپل نامشروع یرغل ته پکې د مشروعیت د لټولو هڅه کوله.

د امریکا تر سیوري لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرو شلو کلونو کلنیو راپورونو دا هر څه برعکس ثابتول. امریکا نه طالب مات کړلی شوای، نه یې نشه‌يي توکي له منځه یووړل، نه یې ښه حکومتولي رامنځته کړای شوی او نه یې هم بشري حقونه خوندي کړای شول، برعکس طالب د پخوا په پرتله څو ځله نور هم پیاوړی او زړور شو، افغانستان د نړۍ نږدې ۹۸ سلنه نشه‌يي توکي تولیدول، حکومتولي پکې مسخره شوه او د یوه دېوال دواړو خواووته پکې دوو ولسمشرانو لوړې کولې او دغه راز د بشري حقونو وضعیت هم پکې دومره ناوړه شو، چې ساری یې نه لیدل کېده.

طالب څه وکړل؟ په لومړي سر کې طالب د خپلې پولادي مبارزې، عقیدې او د خپل ولس په ملاتړ غربي ښکېلاک راوپرځاوه. له هغې وروسته که د طالب تېره دوه کلنه واکمني د امریکايي اشغال له تېرې شل کلنې دورې سره پرتله کړو، څو ټکي پکې د پام وړ دي:

۱. طالب د یوې اونۍ په ترڅ کې د افغانستان په لوېشت لوېشت خاوره کې داسې امنیت تامین کړ، چې غرب له ټول ځواک، پیسو، ټکنالوژۍ او امکاناتو سره په شلو کلونو کې تامین نه شو کړای.

۲. طالب په یوه فرمان سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکیله، کاروبار، استفاده او تجارت صفر کړ، په داسې حال کې چې غرب په شلو کلونو کې له ټولو امکاناتو سره سره پر دې کار ونه توانېد.

۳. طالب له یوه کال نه په لنډۍ مودې کې یو پیاوړی او مقتدر مرکزي حکومت رامنځته کړ، په اسلامي او ملي روحیه سمبال پیاوړې اردو یې رامنځته کړه، استخبارات یې جوړ او پیاوړي کړل، دغه راز ټولې مالي، روغتیايي او بانکي شړېدلې ادارې یې بېرته منظمې، منسجمې او فعالې کړې، په داسې حال کې چې غرب په ټول توان په شلو کلونو کې دا ونه شو کړای.

۴. طالب په تېرو دوو کلونو د بشري حقونو د تامین په برخه کې هغه څه وکړل چې بینا سترګې، اورېدنکي غوږونه او ویښ وجدانونو ترې انکار نه شي کولی. طالب د بشري حقونو د تامین په برخه کې زورواکي ختمه کړه، ظلمونه یې ختم کړل، څوک د چا مال په زور نه شي اخیستی، ښځو ته اوس څوک د وسیلي په سترګه نه، بلکې د انسان په سترګه ګوري، د دوی حقونه یې خوندي کړل، د میراث حق یې ورته خوندي کړ، په بدو کې د ورکولو له حالته یې راوګرځول، د دوی پت او عزت یې خوندي کړ او لسګونه نورې داسې بېلګې شته چې د بشري حقونو د خوندیتوب او تامین ښکارندوی دي.

افغانستان او د غرب دوه مخیتوب! په افغانستان کې د طالب د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال له پورته او نورو ټولو مثبتو بدلونونو او اقداماتو سره سره، ملګرو ملتونو، لوېدیځ، اروپايي ټولنې، د سیمې آن اسلامي هېوادونو د افغانستان په اړه دوه مخې پالیسي اختیار کړې ده. یادو هېوادونو او سازمانونو د دې پر ځای چې د افغانستان اوسني واقعیتونه په پرانیستو سترګو وویني او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او مثبت تعامل خپل کړي، برعکس یې یو ځل بیا د حیلې، دوه مخۍ او فرېب سیاست ته مخ کړې. تر دوو کلونو ډېره موده وشوه چې پر افغانستان یې سخت بندیزونه لګولي، د افغانانو ملي شتمني یې کنګل کړې، د پیسو د لېږد رالېږد سیستمونه یې بند کړي، چې دې چارې د افغانستان سوداګریز سیستم ته سخت زیانونه رسولي، پانګونه یې ټکنۍ کړې، په بهر کې یې د ملي سوداګرو پانګه له خطر سره مخ کړې او دوی نه شي کولی چې په ازادانه توګه خپل مالونه بهر یوسي او یا یې هم هېواد ته را صادر کړي. په دې سره د څلوېښت میلیونو انسانانو ژوند اغېزمن شوی، د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه یې لوړه کړې، ملي پروژې یې ټکنۍ کړي، له نورې نړۍ سره یې د افغانستان تعامل او اړیکې ټکنۍ کړي او د دې ټولو ضربه بیا عامو افغانانو ته رسېدلې، په داسې حال چې غرب د دې هرڅه دلیل د دوی په وینا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لامل بولي!پوښتنه دا ده، چې ایا د بشري حقونو وضعیت د یوه هېواد او څلوېښت میلیوني ملت پر وږي کولو سمېږي؟! ځواب یې د لمر په څېر روښانه دی! د غرب حیلې، دوکې او دوه مخي هر چا ته معلومه ده.

دوی په داسې حال کې پر افغانستان دغه وضعت راوستی، چې اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، د خلکو حقونه پکې خوندي شوي، اسلامي او ملي ارزښتونه پکې خوندي دي، د هېواد پولې خوندي دي، قاچاق نشته، نشه يي توکي نشته او له دې جغرافیې هېچا ته ګواښ نشته! دا ټول هغه موارد دي چې غرب یې څو کاله وړاندې اصلاً تصور نه شو کولی، نو ځکه یې زغم هم ورته ناشونی دی. له همدې کبله غرب اوس د حیلې، فرېب او دوکې سیاست او پالیسۍ ته مخه کړې.

نو په دې حالت کې تر ټولو مهمه دا ده چې افغانان خپل یووالی وساتي، د غرب او نورو په غوړو ژمنو ونه غولېږي، د خپل نظام تر څنګ ودرېږي، نیمګړتیاوې یې پوره کړي او د نظام په اړه د هر ډول خنډونو د رامنځته کېدو جرړې وباسي. هو! له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار همدا ده. که خپل یووالی وساتو او د خپل نظام تر څنګ ودرېږو، نو پیاوړي کېږو، د نورو له محتاجه خلاصېږي او پر خپلو پښو درېږي، هر کله چې دې موخو ته ورسېدو بیا به هرڅوک له کوم معیار پرته راسره د اړیکو د رغولو، پر رسمیت پېژندنې او مثبت تعامل لپاره زموږ دروازه راټکوي. ان شاالله

ځواب پریږدئ

Exit mobile version