د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له افغانستان سره، د سویلي کوریا د ۴ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی دی.

د ډبليو اف پي یا د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې تېره ورځ په ایکس پاڼه(ټویټر) کې کښلي چې دا پیسې به د افغانستان په هغو سیمو کې د بې وزلۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي، چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې او دا مهال د دوی د اټکل له مخې ۲۳ میلیونو څخه ډېر افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version