یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري موده وړاندې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون منظور شو چې د غربي هیوادونو غوغا او چیغې پورته شوې، دغه چیغې یې دلته داخلي اجیرو رسنیو هم بدرګه کړې.

د دې له ډلې یو همدا د افغانستان انټرنیشنل اجیره او پردۍ رسنۍ ده چې وخت ناوخت په اسلام، پښتنو او افغان کلتور باندې راتاوېږي، په سیستماتیک ډول هغه مهرې او کړۍ دعوتوي چې د غربي او سیکولریزم د پروژو تسلسل وي.

د ۱۴۰۳ کال د سنبلې په لسمه یې د حجاب او چادرۍ په ضد خپرونه چمتو کړې وه چې حجاب او چادري یې نه د افغانانو نه هم د مسلمانانو جامه وبلله او برعکس یې حجاب د رواني ناروغیو، نفس تنګي او محرومیت عامل وباله.

خبریال د چادري د موضوع په مقدمه کې وویل چې چادري د سترګو لید کموي، د سترګو فشار لوړوي، او خپل چاپیریال په روښانه ډول نشي لیدای چې د دې باعث شدید سرخوږی او د تنفسي سیستم مجراوې(سوري) هم بند شي؛ همدا ډول که د چادري پاکوالی مراعات نشي حساسیت یا الرژي پیدا کوي او ورته مهال کې د ورته د پوستکي ناروغۍ هم پیدا کېږي.

نوموړی وايي: ویټامن ډي د انسان لپاره یو حیاتي ويټامن دی، دا چې ښځې چادري وکړي او ځانونه مستوره کړي وجود یې د دې ویټامن له قلت سره مخ کېږي؛ چې د انسان وجود کې انټي باډي ضعیفیږي او په مقابل کې یې د انټي جن ګراف پورته ځي او د انسان هډوکی کږېږي او د غاښونو د له منځه تللو سبب جوړېږي.

بیا خپل یوه کارشناسه مېز ته رابولي چې بېنظیر پویا نومېږي او دروانشناسې په نوم یې معرفي کوي، هغه په ډیر سیستماتیک ډول د چادري او حجاب په ضد څرګندونې کوي او دا خپلې خبرې د یوې مسلکي ډاکټرې په نوم تېروي او وايي چې: چادري او حجاب په ښځو کې اضطراب، ژورخفګان، محرومیت او اجتماعي انزوا لامل کېږي؛ حجاب او چادري د ښځو عزت النفس ته زیان اړوي.

او بیا همدا د اسلام او مسلمانانو دښمنه رسنۍ د غربي رسنیو سرخۍ او سرټکي د حجاب په ضد را اخلي او د بشرحقوقو په نوم رنګ یې رنګوي.

افغانان د غربي سازشونو په لومو کې څو ځله نښتي او په دې مسایلو یې سر خلاص دی، حجاب او لباس زمونږ کلتور دی زمونږ شرعي مکلفیت دی؛ تر اوسه هیڅ داسې پیښه نه لرو چې ښځې دې د حجاب له امله منزوي شوي وي، یا دې ورته سرخوږی او تنفسي ناروغي پیدا شوی وي.

په حجاب سره ښځه نه بې عزته کېږي او نه یې عزت النفس صدمه ویني، بلکې د ښځو د غرور، عزت او عظمت سبب ګرځي؛ اسلامي شریعت د انسانانو د عزت لپاره راغلی او هر امر او نهی یې د انسان انساني کرامت د خوندي کېدا لامل ګرځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version