سکای نیوز په یو تازه راپور کې ویلي، افغانستان ته د سیلانیانو د تگ غوښتې ډېرې شوې دې.

یادې رسنۍ د دوو برېتانوي گرځندوی شرکتونو له قوله ویلي، برېتانوي سیلانیانو له دې وړاندې نورو هېوادونو ته تگ کاوه؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې افغانستان ته د تگ غوښتنې ډېرې شوې دي.سکای نیوز د «اگینسټ دي کومپاس» د مسافرو شرکت بنسټگر جووان تورس له قوله ویلي، په ۲۰۲۳ز کال کې یې افغانستان ته یوازې درې گرځندویانو سفرونه کړي وو؛ خو د روان کال په پیل کې دا شمېره لوړه شوې ده.

د تورس په خبره، مخکې برېتانوي گرځندویانو به سوریې او عراق ته لومړیتوب ورکاوه؛ خو اوس د منځني ختیځ پر ځای برېتانوي گرځندویان افغانستان ته لومړیتوب ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت څو میاشتې وړاندې ویلي وو، په وران کال کې تر دې مهال ۴۲۰۰ بهرنیو وگړو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده.

په افغانستان کې د بشپړ امنیت له برکته اوس د نړۍ د گڼو هېوادونو خلک غواړي چې افغانستان ته په سیاحت راشي او د افغانستان د زړه راښکوونکو منظرو څخه لیدنه وکړي.

افغانستان د بهرنیو او کورنیو گرځندویانو لپاره پراخ طبیعي ځایونه لري او افغان حکومت کولی شي له دې درکه هر کال مېلیونه ډالر عواید ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version